عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې په ګاونډي افغانستان کې یې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي دي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې پيکه شوې دي او لامل یې هم په افغانستان کې روان وضعیت دی. عمران خان وایي دوی له افغان سولې سره همکار دي او خپلو همکاریو ته به ددې لپاره ادامه ورکوي چې افغانستان کې دایمي ثبات راشي. نوموړي له امریکا سره هم د ښو اړیکوغوښتنه کړې ده او په خبره یې د ترهګرۍ ضد جګړې په وروستیو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې کړکېچینې شوې دي خو دی یې د ښه کېدو تمه لري. عمران خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکايي رسنۍ وایي، بایډن د افغانستان په مسئله کې له پاکستان د مرستې تمه نه لري او دغه هېواد ته یې شا اړولې ده.



































