افغان حکومت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د خپلو ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي. د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اردو او پوځ د افغانستان د خلکو شتمني ده او باید ملاتړ ترې وکړي. نوموړي خلک هڅولي چې په بېلو برخو کې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي او ددوی ملاتړ ته را ودانګي. تر دې وړاندې هم نوموړي داسې څرګندونې کړې وې او ټینګار یې کړی و چې افغان حکومت به د پوځ تر څنګ درېدونکو کسانو ته وسلې او مهمات ورکوي. خو په ټوله کې افغان حکومت ویلي چې د ملیشه جوړولو مخالف دی او عامو افغانانو ته په کار ده چې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.



































