مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه لیکنه خپره کړې ده. لیکنه کې راغلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او دې جګړې د سر او مال زیان سربېره ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړې دي. د ورځپاڼې په خبره، د کندز په شاوخوا سیمو کې د طالبانو له پراخو بریدونو وروسته شاوخوا پنځه زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي خو طالبان لا هم خپلو جګړو ته دوام ورکوي. ورځپاڼې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې جګړه ودروي او نور دې اجازه نه ورکوي چې خپل خلک یې په تر ټولو سخته بې روزګارۍ او کړاو کې په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند وکړي.



































