افغان حکومت وایي چې امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو پوځي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزو مرستو ته دوام ورکوي. د حکومت د رسنیو مرکز رییس دوا خان مینه پال له امریکا څخه کابل ته د ولسمشر غني تر سفر وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي چې امریکا ته د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک و. مینه پال زیاته کړې چې ولسمشر بایډن له ولسمشر غني سره لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان یو ملګری په سپینه ماڼۍ کې دی، هغه به افغانستان یوازې نه پرېږدي او له دغه هېواد سره به په بیلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. مینه پال څرګنده کړې چې امریکا له افغانستان سره د ۳.۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده او ډېر ژر به یې افغانستان ته وسپاري. هغه دغه راز ویلي چې بایډن ترهګري ګډ دښمن بللی او له یادې پدیدې سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.



































