پنجشنبه, مې 14, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    عرفات جمال: په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته تر ټولو ډېر کډوال راستانه شوي

    یو این ډي پي: افغانستان کې ۷۴ سلنه خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

    د معیار او کیفیت اداره: له هندي شرکت سره د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

    پکتیا؛ د ۱۰.۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د روغتيايي خدمتونو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

    هرات کې؛ د حلقوي سړک د پاتې برخو د قیرکولو چارې بیا پیل شوې

    سرپل کې؛  د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي

    افغان پولیسو ته؛ له ۲۳۰۰ ډېر نوي موټرسایکلونه او چټک وسایط وسپارل شول

    متقي او د ناروې ځانګړي استازي د سیاسي اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    د تاجکستان څخه د یو شمېر افغان کډوالو ایستل؛ کارپوهان د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي

  • سیمه
    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    د ایران ولسمشر: مذاکرات د تسلیمۍ یا شاتګ په مانا نه دي

    ایران کې د درملو بيې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې لوړې شوي

    ایران: د امریکا وروستي وړاندیز ته یې رسمي ځواب نه دی ورکړی

    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

  • نړۍ
    د چین او امریکا مشرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

    د اوکراین ډرون برید؛ د روسیې د پرم د تیلو تصفیې خونې فعالیت درولی

    د پنټاګون تازه راپور؛ له ایران سره د جګړې لګښت ۲۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

    وال سټریټ ژورنال؛ متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه کړي

    ټرمپ: د ایران ځواب «احمقانه» دی او اوربند ډېر نازک دی

    نیویارک ټایمز: د تیلو نړیوالې بیې درې سلنه لوړې شوې دي

    پوتين: د روسيې او چين ترمنځ همغږي د نړيوالو اړيکو د ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم عامل دی.

    پوتین: د اوکراین جګړه ښايي پای ته نږدې شوې وي

    امریکا له وینزویلا څخه ټول غني شوي یورانیم وړي دي

    ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته

    ټرامپ: روسیې له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی

  • اقتصاد
    بغلان کې له ۵۰۰ زیاتو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده

    بلخ کې؛ تیر کال له ۷۰۰ میلیونه ډالرو زیاته پانګونه شوې ده

    ازبکستان افغانستان ته ۴۰ ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه را استولي

    هرات؛ عراق ته د جامو لومړنۍ صادراتي محموله ولېږدول شوه

    عزیزي: افغانستان د ګډې پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه لري

    ازبکستان: افغانستان ته مو صادرات ۵۵۰میلیونه ډالرو ته لوړ شوي

    هرات؛ د چودن توکو فابریکې د ۳۰۰ ډوله صنعتي پرزو تولید پیل کړی

    پکتیکا کې د پلاستیکي پایپونو د تولید کارخونه پرانیستل شوې

    هرات کې؛ د یو میلیارد افغانیو په لګښت ۸۰ انکشافي پروژې بشپړې شوې

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

تاسو به يې جوړوی؛ خو و به يې غځوی!‎‎

لیکنه: عبدالوحيد وحيد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 28, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
تاسو به يې جوړوی؛ خو و به يې غځوی!‎‎
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پخوانۍ کيسه ده. زما یو ملګری نيم نيمه ډاکټر، مير…. نوميږي. اوس په امریکا کې اوسيږي. مخکې په پښتونخوا کې د کډوالو په کمپ کې اوسيده. مور يې رنځوره وه. مير صاحب کومه ځانګړې پيچکارۍ په سيروم کې ورته ګډه کړې وه، چې ځینې خلک ورسره حساسیت ښیي. د مير صاحب مور هم له سيروم سره حساسیت ښودلى و. هغه بېچاره مړه وه، خو مير صاحب ويل چې ارام کوي او پاتې سيروم يې ناروغ ورور ته لګولى و. دواړه يې په همدغه يوه سيروم باندې مړه کړي وو.

پوليسو ته له خبر رسيدو وروسته ډاکټر مير صاحب د پوليسو له ويرې د کهي کنډو افغان کډوالو له کمپ څخه زمونږ د اضاخيلو کمپ ته کډه راوړه. زمونږ خلکو پيژانده، خو د احترام په خاطر يې ورته څه نه ويل. البته پټ متل ورپسې جوړ شو چې “مير صاحب جوړول خو ويې غځول”.

يوه بله کيسه هم راته ياد شوه. شهيد مولوي صاحب ارسلان رحماني کيسه کوله، ویل یې په اورګون کې يو سړى د مرګ په حالت کې و، ښځې يې زوى ته وویل چې لاړ شي او له مسجد څخه ملا راولي، چې تلاوت ورته وکړي او ساه يې په ارام ووځي. په مسجد کې له ملا سره بل مېلمه ملا هم شته. هغه يې هم له ځان سره راوستى دى چې که ناروغ مړ شو، نو سبا ته به په سقاط کې مېلمه ملا ته لږ شان ښه لاس ونيسي.

ملايان راغلي وو. يو د ناروغ سر ته او بل يې پښو ته ناست دی. يو ملا د سر لخوا په رنځور باندې دم چوف کوي او بل د پښو لخوا. ښځه بېچاره د دروازې له چولې ورته ګوري چې د خاوند حالت يې کومې خواته روان دى. زوى يې په اشاره پوه کړى دى چې ملايان وباسه! اوس خو پکې ملايانو ساه پورې هورې کړې ده. يو د پښو لخوا ور چوف کړي ساه يې سرته لاړه شي، بل د سر لخوا ورباندې را چوف کړي ساه يې پښو ته لاړه شي.

اوس راځو اصل مطلب ته، هغه دا چې هيواد مو سخت رنځور دی او اوسني معالجين يې د درملنې توان او وړتيا نه لري. ډاکټران په کورونو کې کېنول شوي او د کمپيوټر ساينس فارغين د انسانانو جراحي عمليات کوي، نو کيسه د مير صاحب ډاکټرۍ ته رسيدلې ده. خبرې ټول د هيواد د جوړولو کوي خو د ولسي بسيج په نوم د وسلو ويش او د اوباشانو وسله‌وال کول به دغه هېواد د جوړولو پر ځاى وغځوي.

په ولسواليو باندې يو اړخ د سر لخوا بريد وکړي. هغه يې ساه پښو ته راورسوي او بل لوری سبا د پښو لخوا ورباندې بريد وکړي ساه يې سر ته ورسوي. دغو دواړو اړخونو په ولسواليو کې ساه پورې هورې کړې ده. څومره به ښه واى چې دا ناروغ هيواد يې د دواړو په خوښه رضا او رغبت اصلي ډاکټرانو ته پرېښى واى.

اوسنى صورت حال دا دی چې ډاکټر غني د دغه رنځور ولس او ويجاړ هيواد د درملنې لپاره د پروپوزلو او انګليسي ژبې له متخصصينو بې تجربې ځوانانو او يا د جنګي جنایتکارانو په خوله د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره پخواني لوټماران په وسلو سمبالوي. دغه نوښت به هېواد د تباهۍ کندې ته وغورځوي او يقيناً به د نظام ستنې هم د برښنا د ستنو غوندې ونړوي.

طالبانو د جهاد تر چتر لاندې وچ او لانده، پاک او ناپاکه، خپل او پردي، ګرم او ناګرم، تور او سپين، ملا او انجنیر، مامور او محصل داسې وځپل چې اوس له غږ پورته کولو وړاندې لس ځله درود شريف په ځان چوف کوي. د ولسواليو نيول او د دولتي شتمنيو تاراج ورته غنایم ښکاري، د خپلو ملي تاسيساتو نيول او په ځينو مواردو کې يې نړول فتوحات او سپيڅلې کړنه ګڼي. اى کاش طالب مشرتابه هم د اوسني حساس وضعیت ارزول پيل کړي او له نورو افغانانو سره په ګډه يې د نظام د نسکورېدو مخنیوى کړى واى.

حکومت او ړندو مقلدينو يې ستوني وشکول چې هلئ هغه بند جوړ شو، دغه سړک جوړ شو، هغه بل پُل جوړ شو، دا ده فابريکه جوړه شوه. د کابل په درې- څلور او شل کيلومترۍ کې د برښنا ستنې په بمونو الوزول کيږي، خو د هيڅ حکومتي چارواکي خوله په امبور نه خلاصیږي چې دغه ناوړه کارونه څوک، ولې او د څه لپاره د چا په لمسون، د چا په ملاتړ کوي او ولې يې په وړاندې غبرګون نه ښودل کيږي؟

وروستي تحولات او په تيزۍ سره بدلېدونكي امنیتي حالات غيرمترقبه نه دي. داسې وړاندوېینه مونږ په مراتبو کړې ده، خو د حاکمې او مخالفې ډلې چارواکو بابېزه ګڼله. د حکومت سلاکاران لا اوس هم د جنګ دانه اخلي او لا هم حالات تر مديريت لاندې ګڼي. کيداى شي ځينې خلک د مردمي بسيج تر غولوونکي نوم لاندې د ګډوډۍ، وارخطايۍ او بالاخره د نظام د نسکورېدو په موخه د ژورې دسيسې پلان ولري. داسې ښکاري چې اوسني چارواکي د افغانستان پر وړاندې د دغې خطرناکې دسيسې په عواقبو باندې يا نه پوهيږي او يا هم قصداً غواړي چې نظام ونړېږي.

که د نجيب حکومت د سقوط په لاملونو باندې يو ځغلنده نظر واچوو، نو پوهيږو چې د نوموړي د حکومت د سقوط او هندوستان ته د نوموړي د تلو په مخنیوي کې همدغو دوستمي مليشو کليدي رول درلود. که څوک شک کوي، نو بينن سيوان او په موټر کې له نجيب سره ناست د ملګرو ملتونو ترکي مامور او په کابل کې د اسلامي کانفرانس د سازمان سفير بوټسالي د پېښې عيني شاهدان اوس هم ژوندي دي.

هغه خلک سهوه شوي دي چې په جګړه کې بريا لټوي. هغه اشخاص بې وجدانه او بې ايمانه دي چې په خپله په بهر کې او يا هم د سيمټي ديوالونو تر شا ژوند کوي، خو د غریب بچيان جګړې ته لېږي. جګړه ګټونکی نه لري. د ارګ او ولايتونو نيول د دغه فاسد او نيمه نيم ښوره نظام نړول ګڼلاى شو، خو بيا همدغه حالت ته رسول يې ناشوني دي. له نسکور نظام څخه همدغه خوسا نظام، فاسد چارواکي په مراتبو ښه دي.

د دې مطلب قطعاً دا نه دی چې مونږ اوسنى حالت تحمل کړو او د سمون له هڅو څخه لاس واخلو. نه قطعاً نه. واضحه خبره کوو او ښکاره نيوکه لرو. په روانه جګړه کې مو دواړو خواوو ته افغان وروڼه وژل کېږي. قاتل او مقتول سکه وروڼه دي. فاتح او مفتوح د يوه بدن غړي دي. جګړه د واک په سر ده، خو د واک په ګدۍ ناست او واک ته لنګ وهلي ناست کسان د جګړو ډګر ته نه ځي.

جناب ولسمشر!

تاسو راسره ومنئ چې په ملي ارزښتونو او ديني معتقداتو باندې د نابلدتيا له امله درڅخه د ملت د مشرۍ دنده نيمګړې پاتې ده. ارګ مو بدنام شو او تاسو چوپ پاتې شوی. له ملت څخه ډېر لرې لاړی، خو د نږدې کيدو چل مو هم نه دی زده. تاسو خبر ياست چي فساد سيستماتيکه بڼه خپله کړې ده، خو هيڅ ډول مخه مو یې ونه نيوله. ولس مو سره وويشه او په همدغه ستره نيمګړتيا باندې وياړی. تبعیض ته مو په متفاوته توګه وده ورکړه او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوی. اوس تاسو د خپلو غلطيو پايلې وليدې، خو دقيقه محاسبه او د ناکامۍ د ارزولو همت نشی کولاى.

طالبان يوازې جګړه کوي، خو د راتلونکي ناورين او د پردې تر شا د ناست دښمن د دسیسو د ارزولو په تړاو هيڅ فکر نه کوي.

هغوى هم د جوړولو په نيت غځول کوي. په جنګي برخه کې د برلاسۍ له امله اړينه خو دا وه چې طالبانو رغنده د عمل او منلو وړ مشخص وړانديزونه کړي واى او ملت ته يې ډاډ ورکړى واى چې هغوى د نظام نړول نه غواړي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In