په هېواد کې د جګړو او نښتو د خونړۍ څپې له پیل سره جوخت، په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي او په سختو شرایطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د هېواد په ډېری ولایتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو او ولسوالیو د لاس په لاس کېدو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې چې له سختو ستونزو سره مخ دي او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په کندوز کې د بېځایه شوو کورنیو ځینو استازو رسنیو ته ویلي چې له ولسوالیو زرګونه کورنۍ د کندوز مرکز ته راغلي او دلته یې په ښوونځیو او نورو ځایونو کې اړولي دي. د دوی په خبره، د خوراکي توکو، اوبو او درملو له کمښت سره مخ دي. په ورته مهال د یاد ولایت د کډوالو چارو ريیس غلام سخي رسولي رسنیو ته ویلي، چې د کندز له ښاره په دې وروستیو ورځو کې چې طالبانو د جګړې لمن ورغځولې، له پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. رسولي وايي، د دې بېځایه شویو تر دوه زره کورنیو پورې یې کابل یا نورو ولایتونو ته کډه شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم د نا امنیو د زیاتېدو له کبله نورې شاوخوا اته زره کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.
پر کندز سربېره، د هېواد په شمالي، جنوبي او ختیځو ولایتونو کې هم د وروستي تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله په زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوې دي. دغه راز په هلمند، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې هم د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
بلخوا لوېدیځو رسنیو هم په افغانستان کې د جګړو د شدت له کبله د کډوالۍ پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې او کډوالۍ په اړه په تازه لیکنه کې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او دې جګړې د سر او مال زیان سربېره، ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړې دي. د ورځپاڼې په خبره، د کندز په شاوخوا سیمو کې د طالبانو له پراخو بریدونو وروسته له پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، خو طالبان لا هم خپلو جګړو ته دوام ورکوي. ورځپاڼې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې، چې جګړه ودروي او نور دې اجازه نه ورکوي چې خپل خلک یې په تر ټولو سخته بې روزګارۍ او کړاو کې په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند وکړي.
په هېواد کې د ننه د جګړو له کبله د کډوالو د زیاتېدو په تړاو دا اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینو چارواکو وویل، چې ښايي په افغانستان کې د جګړو له شدت سره سم د کډوالۍ ستونزې هم ډېرې شي، له همدې کبله دوی د دغه هېواد له ګاونډیانو سره خبرې کوي، ترڅو د افغان کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي.



































