ولسمشر غني امنیتي ادارو ته امر کړی چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او روانو بریدونو د دفع کولو لپاره دې خپل اقدامات لا پیاوړي کړي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د اعلی سر قومندانۍ په جلسه کې له امنیتي مسوولینو سره کتلي دي. د امنیتي ادارو مسوولینو په دې غونډه کې خپل راپورونه، د وروستیو امنیتي انکشافونو په اړه معلومات او راتلونکي پلانونه له ولسمشر سره شریک کړي دي. ولسمشر غني په دې غونډه کې ویلي چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره دې امنیتي ادارې په خپلو کې همغږي ډېره کړي او لا ډېر مدیریتي او عملیاتي اقدامات دې ترسره کړي. ولسمشر همدا راز د افغان ځواکونو پیاوړتیا ستایلې ده خو ټینګار یې کړی چې ددوی اړتیاوې باید پر وخت پوره کړل شي.



































