نړیوالو رسنیو ته رسېدلي محرم اسناد په افغانستان کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له پاتې کېدو خبر ورکوي. په برېتانیا کې ددغه هېواد د دفاع وزارت داسې محرم اسناد موندل شوي چې په هغه کې د افغانستان په اړه ځينې موارد راغلي دي. په دې کې یو دا دی چې ښایي د سرتېرو تر وتلو وروسته هم د برېتانیا ځینې ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او د ترهګرۍ ضد ځینې فعالیتونه ترسره کړي. سرچینې دغه راز په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې خبره هم کړې ده. د سرچینې په خبره سره له دې چې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو برید نه دی شوی، خو دا وضعیت تر پایه داسې نه شي پاتې کېدلی. د برېتانیا حکومت بیا ویلي چې دا اسناد د دفاع وزارت په یوه لوړپوړي چارواکي پورې اړوند دي او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.



































