د روسیې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۷ زره لوړ شوی دی. ددغه هېواد له کرونا سره د مبارزې مرکز وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲۶۸ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي، چې دا په روسیه کې د کرونا ویروس له خپرېدو بیا تر اوسه تر ټولو لوړه شمېره ده. د رویټرز خبري اژنس د خبر له مخې له پرون ورځې راهیسې ۴۴ کسان په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي. په روسیه کې تر اوسه پورې ټول ۴۷۱۲۱ کسان په کووېډ ۱۹ ویروس اخته شوي او ۴۰۵ تنه یې مړه کړي دي.
































