د ولسي جرګې غړو یو ځل بیا په ولایتونو کې د وسله والو ملېشو جوړول د اندېښنې وړ مسئله وبلله. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت بې پلانه دی او د حکومت د بې پلانۍ له امله هره ورځ نوې وسله والې ډلې جوړېږي او ملېشې جوړوي. د وکیلانو په خبره ددغه ډول ډلو جوړول نه یوازې د افغانستان په خیر نه دي بلکې ددې سبب کېږي چې هېواد یوه بل ناورین ته د ننه کړي. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن وویل چې دغه وسله والې ډلې خپلسرې دي او ددوی له امله رامنځ ته کېدونکی وضعیت به تر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بدتره وي. وکیلان دغه راز وایي چې حکومت پر یادو خپلسرو ملېشو هېڅ راز کنټرول نه لري او دوی یوازې د خلکو د ځورونې لپاره وسله اخیستې ده چې د هېواد امنیت ته به له زیان پرته بله هېڅ ګټه وا نه ړوي.



































