کورنیو چارو وزارت په کابل کې د موټرسایکلونو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د حساس امنیتي وضعیت له امله یې د کابل په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د موټرسایکلونو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. سرچینه وایي دا مسئله به خلکو ته ستونزې جوړې کړي خو په دې برخه کې له امنیتي اداراتو سره همکاري اړینه ده. کورنیو چارو وزارت وایي چې اسناد لرونکي او بې اسناده موټرسایکلونه ټول په دې بندیز کې شامل دي.



































