د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې دی له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ د افشا کولو په اړه د شیخ رشید څرګندونې ستایي. محب زیاته کړې چې افغانستان د شیخ رشید په څېر نورو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لري څو په افغانستان کې د روانې جګړې ضد څرګندونې وکړي. د ویلو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وو چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته لېږدول کېږي.
































