د هالنډ اینایل ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د دغه هېواد د ماموریت پوره کېدو په اړه راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د هالنډي سرتېرو ماموریت روانه میاشت پای ته رسېږي. د هالنډ دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل ماموریت دوه بیرغونه د دې هېواد ملي موزیم ته سپارلي دي. راپور کاږي، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې شل هالنډي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. راپور کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سیګرید کاګ له قوله راغلي چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
































