په برېتانیا کې د کرونا ویروس له چټکې پراختیا سره هممهاله په روغتیایي کارکوونکو کې د مړینې او مثبتو پېښو شمېر هم ډېر شوی دی. د ډيلي مېل د راپور له مخې تر اوسه پورې تر اتیا ډېر روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران په برېتانیا کې د کرونا له امله مړه شوي دي. له دې سره هممهالهه برېتانیا د طبي او محافظتي توکو له سخت کمښت سره مخ ده. ټاکل شوې وه چې له ترکیې زرګونه محافظتي کېټونه برېتانیا ته ورسېږي خو د ستونزو له امله ددغه کېټونو رسېدل هم تر یوې مودې ځنډېدلي دي. اوس د برېتانیا روغتیايي کارکوونکي هڅه کوي پر بدیلو لارو فکر وکړي او د ځان او ناروغانو د ساتنې لپاره ګټور اقدامات ترسره کړي. رسنۍ وایي چې که وضعیت همداسې روان وي نو ښایي په روغتیایي کارکوونکو کې د مثبتو پېښو او مړینې شمېره تر دې هم لوړه شي، ځکه محافظتي وسایل ختم شوي او د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
































