امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي. د امریکا ولسمشر د اسراییلو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دده د واکمنۍ پر مهال به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې له اسراییلو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او له ایران سره هڅه کېږي چې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي خو هېڅکله به دغه هېواد ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړل شي. نوموړي همدا راز ویلي د ایران له ملاتړه د برخمنو وسله والو پر هغو مرکزونو د بریدونو حق لري چې په نورو هېوادونو کې لاسوهنه او جګړې کوي. دده په وینا په دې تړاو د هر ډول واک څښتن دی او له دې واکونو به اغېزناکه استفاده کوي.



































