ازبکستان وایي د سیمې هېوادونه دې د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او طالبانو ته په کار ده چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي. دده په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي. نوموړي ویلي دوی له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان سولې ته نږدې کوي او په خبره یې د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کوي. کاملوف همدا راز ویلي چې له طالبانو غواړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي او په خبره یې په دې برخه کې کوربه توب ته هم تیار دي.



































