ایران وایي د هېواد امنیت یې له افغانستان سره تړلی دی نو ځکه ددغه هېواد وضعیت له نږدې څاري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی تل د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی او په دې برخه کې د اسانتیاوو په لټه کې دی. دده په خبره په افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکي دي چې ټول اصیل افغاني اړخونه پکې راټول شي او په دغه هېواد کې د شته ناخوالو په ختمولو کې هڅه وکړي. سرچینه کاږي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او طالبان باید په دې پوه شي چې له افغان حکومت سره خبرو ته ادامه ورکړي او له جګړو په شا شي. ایراني لوري دغه راز ویلي چې د هېواد امنیت یې له افغانستان سره تړلی دی نو ځکه ددغه هېواد روان امنیتي وضعیت او لوړې ژورې په دقیقه توګه څاري او تر خپلې وسې کوښښ کوي چې د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزناک تمام شي.



































