ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې افغان دولت د بشري حقونو پر ټولو قواعدو باور لري او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په کلکو ټکو غندي. نوموړي دا څرګندونې نن له والیانو او د ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په ویډیویي کنفرانس کې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني په یاد ویډیویي کنفرانس کې امریکا ته د دولتي پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکړي او د وسله والو د پلانونو د دفعې او شنډولو په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې ستاینه کړې ده. د سرچینې په خبره، ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان دولت د مسوول او منتخب حکومت په توګه د بشري حقونو اصولو ته ژمن دی او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې ده چې په خپلو ټولو چارو کې د بشري حقونو قوانینو ته پوره پاملرنه وکړي.



































