د اسراییلو د بهرنیو چارو نوی وزیر په دوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو ته ځي. د راپورونو له مخې ټاکل شوې یائیر لاپيد به په دوبۍ او ابوظبي کې د اسراییلو د دیپلوماتیکو دفترونو د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي. دا د اړیکو تر عادي کولو وروسته متحده عربي اماراتو ته د لوړپوړي اسراییلي چارواکي لومړنی سفر ګڼل کېږي. نوموړی به په دې سفر کې په ابوظبي کې د اسراییلو دفتر پرانیزي او بیا به په دوبۍ کې د اسراییلو د کونسلګرۍ د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي. دواړو لورو د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په خپلو کې اړیکې عادي کړې او د لا پراختیا خبره یې وکړه. هغه مهال بحرین، مراکش او سوډان هم له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو پرېکړه وکړه.



































