راپورونه وایي چې په بلوچستان کې په روانه جون میاشت کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ له لوري په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په روانه میاشت کې یوازې په بلوچستان کې په ترهګریزو پېښو کې لس امنیتي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي. د پوځ په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په تېره مې میاشت کې بیا ۲۸ پوځیان او نور امنیتي عسکر، اته وسله وال او شپږ ولسي وګړي وژل شوي وو. پوځ زیاته کړې چې دوی به په یاده سیمه کې ژر تر ژره پوځي عملیات پیل کړي خو خلک بیا وایي چې د پوځ عملیات پرته له دې چې ملکيان زیانمن کړي نوره ګټه نه کوي ځکه د دوی په وینا، پوځ وسله وال ویني چې له وسلو سره ګرځي خو کار ورباندې نه لري.



































