روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۵۰۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۷۷ تنه مړه شوي او ۸۱۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۱۸ زره او ۶۵۹ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۸۵۱ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.



































