په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. هغه له اېبيسي نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ بشپرېدو ته نږدې شوې ده، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، تر ټولو بده لا دا چې افغانان وېره لري چې هېواد به یې یو ځل بیا په یوې اوږدې کورنۍ جګړه کې ښکېل شي. مېلر دغه راز څرګنده کړې، دوی ملامت نه دي ځکه، ټول په خپلو سترګو د طالبانو پرمختګ ویني او هغه څه چې هیڅوک یې نه غواړي پېښ شي دا دي چې خلکو پر یوې ښې راتلونکې باور له لاسه ورکړی دی. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي خو ټینګار کوي چې دوی مجبور دي له دغه هېواده ووځي، افغانستان د افغانانو کور او د دغه کور ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی.



































