آلمان وايي خپل وروستی سرتېری یې هم له افغانستان ایستلی دی. د المان ددفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو پروسه بشپړه شوې ده او وروستی سرتېری یې له افغانستان وتلی دی. د المان ددفاع وزارت ویلي چې ماموریت یې بریالی او له سختیو ډک و او تر شل کلن بریالي ماموریت وروسته یې خپل سرتېري له افغانستان ایستلي دي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د المان شل کلن ماموریت له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړنی اوږد نظامي ماموریت و. په دې موده کې شاوخوا ۵۹ الماني عسکر په افغانستان کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. المان وایي چې تر ۸۰۰ په ډېرو کانټينرو کې یې خپل پوځي تجهیزات او وسایل بېرته المان ته لېږدولي دي. الماني عسکرو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هېواد په شمال کې ماموریت ترسره کاوه.



































