ملګرو ملتونو پر ایران او امریکا غږ کړی دی چې رامنځ ته شوو هوکړو ته ژمن پاتې شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې د امریکا له حکومت په تېره له ولسمشر بايډن غوښتي چې پر ایران لګول شوي ټول بندیزونه لغوه کړي او د ۲۰۱۵ز کال هوکړې ته ژمن پاتې شي. د ګوتریش په خبره د ستونزو د حل لار دا ده چې امریکا اټومي هوکړې ته ژمنه پاتې شي او ټول هغه بندیزونه لغوه کړي چې تر هوکړې وروسته رامنځ ته شوي دي. ګوتریش پر ایران هم غږ کړی دی چې نړیوال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي او د اټومي وسلو د جوړولو کوښښ دې نه کوي. ګوتریش پر بايډن غږ کړی چې ژر تر ژره د ۲۰۱۵ز کال هوکړې ته راستون شي او پر ایران د ټرمپ لګول شوي بندیزونه لرې کړي.



































