د هند د ملي امنیت سلاکار د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پېچلي کېدو په حال کې دی نو له همدې امله په دغه هېواد کې مېشتو هندي وګړو ته په کار ده چې ټولو تدابیرو ته پاملرنه وکړي. هندي حکومت دلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاتوي چې طالبان د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې دي او د ورځو په تېرېدو یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی. هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکی و. بلخوا وسله والو طالبانو بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې هېڅ بهرني وګړي ته ګواښ نه جوړوي او د هند د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده
د هند د ملي امنیت سلاکار د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پېچلي کېدو په حال کې دی نو له همدې امله په دغه هېواد کې مېشتو هندي وګړو ته په کار ده چې ټولو تدابیرو ته پاملرنه وکړي. هندي حکومت دلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاتوي چې طالبان د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې دي او د ورځو په تېرېدو یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی. هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکی و. بلخوا وسله والو طالبانو بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې هېڅ بهرني وګړي ته ګواښ نه جوړوي او د دوی امنیت خوندي دی.
وی امنیت خوندي دی.



































