د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې د ځینو اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې استازي د ملي دفاع له سرپرست وزیر بسم الله محمدي سره کتلي او د روان وضعیت په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. دغه استازو ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي. سرچینه وایي چې اروپايي ټولنې او اروپايي هېوادونو له افغانستان سره د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی. اروپايي هېوادونو تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په روان وضعیت کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي.



































