په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د هدفي بریدونو دوام د منلو نه دی. ویلسن پر طالبانو غږ کړی دی چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي. هغه څرګنده کړې، لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې نړۍ به د زور له لارې د طالبانو واک ته رسېدل ونه مني، نو غوره ده چې دغه ډله بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.



































