د بلخ ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې پر حیرتان بندر بریدونه کړي دي خو زیاتوي چې بریدونه یې د افغان ځواکونو له لوري دفع شوي دي. د یاد ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه راز پر کلدار ولسوالۍ هم د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي. عادل د طالبانو لاس ته د کلدار ولسوالۍ دویم وار لوېدل رد کړي او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه اوس په دغه ولسوالۍ کې حضور لري. په همدې حال کې حیرتان بندر کې یو شمېر سوداګر او پانګوال د دغه بندر د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي. دوی له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د طالبانو د ځپلو لپاره باید بېړني اقدامات وکړي.



































