وروسته تر هغه چې د هوا له ګرمېدو سره سم په عراق کې برېښنا په مکرر ډول پرې شوه د دغه هېواد د برېښنا وزیر استعفا ورکړې ده. د میډل ایسټ نیوز د راپور له مخې، ماجد حنتوش د برېښنا د ستونزې نه حلېدو له امله له خپلو هېوادوالو بښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده چې نوموړي خپله استعفا لومړي وزیر ته لېږلې ده. په همدې حال کې د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی ویلي چې د المثنی-القادسیه سیمه کې د ګازو د نل لیکې او برېښنا مزو د پرېکېدو له امله چې تر اوسه یې علت هم مالوم نه دی د بصرې، ذی قار، میسان او المثنی برېښنا په بشپړ ډول پرې شوې ده. هغه زیاته کړې چې تر همدې پېښې وروسته تېره ورځ د برېښنا وزیر ماجد حنتوش خپله استعفا لومړي وزیر مصطفی کاظمي ته لېږلې ده خو کاظمي تر اوسه هیڅ مثبت او منفي غبرګون نه دی ښودلی.



































