ناټو وایي له افغانستان د سرتېرو ایستل د ملګرتیا د پای ته رسېدو په مانا نه ده. په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونټیکورو د ځینو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې سرتېري وځي خو له افغان حکومت سره مشارکت او ملګرتیا پای ته نه رسېږي. نوموړي ویلي سرتېري به وځي خو د ناټو همکاري، ملکي دفتر او په خپله دی به په افغانستان کې حضور ولري. پونټیکور همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ او تمویل به د ناټو له لوري ادامه لري او په خبره یې د اړیکو او ملګرتیا نوی فصل په پیلېدو دی. د ناټو ملکي استازي له افغان حکومت د ملاتړ او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ داسې مهال ورکوي چې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې دي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر هم په چټکۍ مخ ته روان دی.
































