د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو ویلي چې ترکیه په افغان سوله کې رغنده رول لوبولی شي. د سیاسي او امنیتي چارو یوه ترکي متخصص په خپلو خبرو کې ویلي چې ترکیه له افغانستان سره تاریخي ديپلوماتیکې اړیکې لري او تر څنګ یې په سیمه کې همه له ښه نفوذ برخمن هېواد دی. سرچینه کاږي چې ترکیه دې همدې مسایلو ته په کتو د افغانستان د سولې په مسئله کې خپله هڅه ډېره کړي. په دې کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر عزیز احمد چودري ویلي د سیمې هېوادونو ته په کار د چې د افغانستان د سولې په اهمیت پوه شي او په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. هغه ویلي پاکستان ته هم په کار ده چې له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي او رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.
































