د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې لمانځغونډه د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، چيني ملت د خپلواکۍ، شتمنېدو او پياوړي کېدو لپاره لاره هواره کړې او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د چيني ملت بیااحيا په نه مخنيوي کېدونکي تاريخي بهير کې ده.
نوموړي وويل، په تېرو سلو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند د خپل ملت د بيااحيا لپاره د ټولو چينايانو په مشرۍ او لارښوونې سره قرباني ورکړې او کوښښونه او نوښتونه يې کړي دي.
نوي ډيموکراتيک انقلاب د دې لپاره بنسټيز ټولنيز شرايط برابر کړي، سوسياليستي انقلاب او ابادۍ د دې لپاره د سياست او نظام بنسټ ايښودلی، اصلاحاتو او ورخلاصون او سوسياليستي عصري بهير جوړونې له حياتي ځواک څخه ډک سيسټم او د ګړندي پرمختګ بنسټ برابر کړي او د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د دې لپاره لا بشپړ نظام، مادي بنسټ او هڅوونکې روحيه برابر کړې ده.
































