نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې په کابل کې به د حامد کرزي هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو په وروستۍ قرارګاه بدل شي. ورځپاڼه کاږي، د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتلو په اړه له ترکیې سره خبرې روانې دي خو څو پورې چې له یاد هېواد سره یوه هوکړه کېږي دغه ډګر به د امریکایي ځواکونو د ۲۰ کلن ماموریت وروستۍ قرارګاه وي. د ویلو ده چې وړاندې تر دې امریکا ویلي چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پای ته ورسېږي خو د حامد کرزي هوایي ډګر چې د امریکا او ملګرو هېوادونو د ډیپلوماټیک حضور لپاره مهم دی د امنیت خوندیتابه لپاره به یې ګڼ شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پاتې شي.
































