په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی دی چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او هر څه ژر د سولې خبرو ته راوګرځي. خبرپاڼه کاږي، په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی چې په پایله کې یې د جګړې د دواړو غاړو ترڅنګ ولسي وګړي هم زیانمن شوي دي. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې امریکا یو ځل بیا پر طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي د درولو غږ کوي او له دغې ډلې غواړي چې بشري حقونو ته په درناوي دې د سولې بین الافغاني خبرې بېرته پیل کړي. امریکا دغه راز ټینګار کړی دی چې دوی به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به دغو ځواکونو سره ۳.۳ میلیارده ډالر مرسته هم وکړي.
































