د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه څرګندوي چې د دغې ډلې د سولې ادعا له دروغو پرته بل هیڅ هم نه دي او دغه ډله د افغان کشالې پر سیاسي حل باور نه لري. نوموړي پر خپل ټویټر د افغانستان جګړه کې د بهرنیو کړیو ځانګړې توګه د پاکستان مداخلې ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار پراخ ملي مقاومت، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون، د ملي یووالي پیاوړتیا او له افغان ځواکونو څخه د خلکو کلک ملاتړ دی. طالبانو تر اوسه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
































