په څرخي پله زندان کې یو شمېر زندانیانو له څو ورځو را پدېخوا خپلې خولې ګنډلې دي او د خوړو اعتصاب یې کړی دی. زندانیان وایي، د کرونا ناروغۍ له جدي خطر سره مخ دي، ځینې یې ناروغ دي، سپین ږیري دي او ان داسې بندیان هم پکې دي چې د بند موده یې پوره شوې ده، خو لا تر اوسه نه دي خوشي شوي. دوی له حکومت څخه غواړي، چې غږ یې واورېدل شي، ناروغ، سپین ږیري او هغه کسان خوشي کړي چې د بند موده یې پوره شوې ده. دغه بندیان وایي، اعتصاب ته به تر هغه دوام ورکړي، څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې.
































