په افغانستان کې د نړیوال بانک نوې مشرې ملینډا ګووډ ویلي، په دې سختو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومي. هغې زیاته کړې، افغانستان د کرونا وبا د خپرېدو او د کړکېچنې سیاسي اوضاع له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دی او له همدې امله اړتیا لیدل کېږي چې د نړیوالې ټولنې مرستې خلکو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومي. د نوموړې په خبره، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې نړیوال بانک د افغانستان د خلکو یو مهم ملاتړی پاتې شوی او له دې هېواد سره یې د پراختیايي پایلو او پرمختګونو په ترلاسه کولو کې د ستایلو وړ رول لوبولی دی.
































