د پاکستان پارلمان ته د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له لوري د افغانستان پر روان وضعیت معلومات ورکړل شوي دي. په دغه غونډه کې د پارلمان غړو، وزیرانو، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پوځ ویاند په کې ګډون کړی و. د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې دوی په افغان سولې بهیر کې خپل رول لوبولی او خاوره به يې د افغانستان پر ضد استعمال نه شي. تردې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ويلي، ټولو سیاسي ګوندونو په روانو حالاتو کې د پوځ ننګه کړې او ټول يې ملاتړ کوي. د پاکستان امنيتي چارواکو او پارلمان د کمېټې تر منځ دغه ناسته په داسې حال کې کېږي چې بهرني ځواکونه له افغانستان په وتو او په دې وروستيو کې جګړې زور اخيستی دی.
































