د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټین سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ملي دفاع وزارت وايي دواړه لوري په ستراتيژیکو او پوځي همکاریو غږېدلې دي. د امریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي او ویلي يې دي، چې دوی د دغو ځواکونو د اوږد مهاله تمویل او مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو ته دوام ورکوي او له افغان حکومت سره دوامداره مشارکت ته ژمن دي. اسټین د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. نوموړي د سولې خبرو د رامنځته شوي فرصت نه په ګټه اخیستو او تلپاتې سولې ټينګار کړی دی.
































