د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د جګړې زیاتوالي له امله څه باندې ۲۰۵زره کسان له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي دي. د دغې ادارې د راپور په اساس په جګړې سربېره په افغانستان کې وچکالي او طبعي پېښو هم له ۲۴زره زیات کسان د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ کړي دي. په راپور کې راغلي چې یوازې په تېره اوونۍ کې د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څه باندې ۵۶زره اوسېدونکي د جګړو له امله بېځایه شوي دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې د جګړو او طبعي پېښو له امله د ټولو بېځایه شویو کورنیو له شمېرې کابو ۱۲۴زره کسانو بیړنۍ بشري مرستې ترلاسه کړي دي. له دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې د جګړې د زیاتوالي له کبله په زیاتره ولایتونو کې د بېځایه شویو شمېر په بې ساري توګه لوړ شوی دی. د اوچا د راپور له مخې د جګړو له امله د ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي چې ورسره اړمنو کورنیو ته د مرستې رسونې بهیر اغیزمن شوی دی.
































