په پروان ولایت کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه دفاع وزارت ته وسپارل شوه. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، چې دغه پوځي اډه نن افغان ځواکونو ته وسپارل شوه. نوموړي زیاته کړې چې تر دې وروسته به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغه پوځي اډه کې مېشت کیږي. په افغانستان کې مېشت نړیوالو ځواکونو که څه هم دا مهاله افغان ځواکونو ته د بګرام پوځي اډې سپارلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.خو دوو امریکايي چارواکو سي این این او اسوشېټیډ پرس اژانسونو ته ویلي چې یاده پوځي اډه نن افغان ځواکونو ته ور تسلیم شوې ده. وسله والو طالبانو له بګرام پوځي اډې څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو هر کلی کړی او هغه یو مثبت ګام بللی دی.
































