روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۳۰۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۵۹ تنه مړه شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۳ زره او ۴۶۵ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۱۰۷ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































