د آلمان دولت اعلان کړی دی چې له افغانستان سره پراختیایي مرستو ته ژمن دي او له دغه هیواد سره یې د ۱۸۲.۶ میلیونه یورو نوو مرستو اعلان کړی دی. د آلمان د پراختیایي چارو د همکارۍ ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان له دولت سره به د دوه اړخیزې همکارۍ لپاره د شاوخوا ۱۸۲.۶ میلیونه یورو مرسته وکړي. د آلمان د فدرالي دولت د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت مسوولې کلودیا ورنینګ، د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره په یوه آنلاین غونډه کې ویلي، چې دوی له افغانانو سره کار کولو ته چمتو دی، څو د افغانستان په تلپاتې پراختیا کې ونډه اخیستې وي.
































