د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي له بګرام هوایي اډې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو خبره تایید کړې ده او زیاتوي چې د افغان ځواکونو د مشورې او ملاتړ ماموریت به دوام کوي. دده په خبره دمګړی په افغانستان کې واک نوو پوځي چارواکو ته د انتقال په حال کې دی او د امریکا ددفاع وزیر په قطر کې په افغانستان کې د عملیاتو او پوځي ملاتړ په موخه د یوه دفتر پرانیستل تایید کړي دي. د کربي په وینا امریکا به ددې دفتر له لارې په افغانستان کې خپل عملیات تنظیموي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي. کربي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان باید جګړې پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي. دده په خبره امریکا په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتونکي ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره د خبرو له لارې یوې پایلې ته سره ورسېږي.
































