د بشري حقونو په برخه کې فعالو نړیوالو سازمانو ویلي چې په افغانستان کې باید د جنګي جنایتونو پلټنه وشي. د راپورونو له مخې په نړیواله کچه د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې 19 فعالو بنسټونو او اداراتو د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له هغه غوښتنې هرکلی کړی چې پاید په افغانستان کې یوه بې طرفه نړیواله ډله د جنګي او بشر ضد جنایتونو څېړنه وکړي. دغه بنسټونو په یوه لیک کې د بشري حقونو له نړیوال سازمان غوښتي چې په افغانستان کې دې روان وضعیت له نږدې وڅاري او هغه موارد دې ژر تر ژره په نښه کړي چې بشر ضد کړنې بلل کېږي. یادو بنسټونو افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاتوي چې نړیوال باید په دې تړاو چوپ نه وي. تر دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې په افغانستان کې په قصدي توګه په روانو جګړو کې ملکي وګړي په نښه کېږي او دا بشر ضد جنایت دی چې باید پلټنه یې وشي.
































