امریکا وایي د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به یې هوایي بریدونه دوام کوي. ځینو امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي او تر ټولو ستره نظامي اډه یې هم افغان حکومت ته سپارلې ده، خو له دغه هېواد بهر د ځای پر ځای شوو الوتکو په مرسته به د افغان ځواکونو په ملاتړ ددوی بریدونه دوام کوي. دغه امریکایي چارواکي همدا راز ویلي چې د ترهګرۍ ضد فعالیتونه هم څارل کېږي او جنرال مک کینزي ددې فعالیتونو د څارلو او پر وړاندې یې د اقداماتو د غوره کولو مسوول ګڼل کېږي. همدا راز به شاوخوا ۶۵۰ امریکايي عسکر په کابل کې د امریکا په سفارت کې وي چې ددغه سفارت امنیت خوندي کړي او تر څنګ یې شاوخوا ۳۰۰ امریکایي عسکر ښایي د کابل هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره وګومارل شي.
































