طالبان وایي له بګرام څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته، بګرام زندان کې پر بندیانو اوبه او برېښنا قطع شوې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د اوبو او برېښنا د قطع کېدو له امله دا مهال بندیان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او د زندان د کانالیزاسیون سیستم هم خراب شوی دی. طالبانو غوښتنه کړې چې د دې ستونزې د حل لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي او یا دې هم په بګرام کې ساتل کېدونکي طالب بندیان څرخي پله زندان ته انتقال شي. بګرام پوځي اډه پرون دفاع وزارت ته وسپارل شوه.
































