د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي افغانان باید په خپله د خپلو هوایي ځواکونو پر مټ امنیتي چارې په خپله سبمالې کړي. بایډن دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال کړې چې پرون امریکايي ځواکونه د بګرام له لویې پوځي اډې ووتل او هغه یې دفاع وزارت ته وسپارله. بایډن ویلي، دی ډاډه دی چې افغان مشران به وکولی شي چې خپل حکومت وساتي. خو نوموړی وايي اندېښنه یې دا ده چې دوی به له کورنیو ستونزو سره مخ وي او دوی باید وکولای شي د خپل حکومت د دوام لپاره د هیواد په کچه هغه ملاتړ خپل کړي چې ورته اړتیا لري. بایډن دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به په څو راتلونکو ورځو کې چې په دې وروستیو کې یې اوازې خپرې شوي، بشپړ نه شي.
































