روغتیا وزارت د کرونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته اوس په افغانستان کې د ‘تور قارچ’ا ناروغۍ د پراخېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زی وايي، چې په ټول هېواد کې تر اوسه د ‘تور قارچ’ ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې. که څه هم دا ناروغي ساري نه ده، خو روغتیایي چارواکي یې په هېواد کې د چټک خپرېدو ته اندېښمن دي. د روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په هند کې راښکاره شوه. ‘تور قارچ’ ناروغي بدن ته د ټپي شوي یا پرې شوي پوستکي له خوا لېږدول کېږي او تر ډېره وژونکې بلل شوې ده.
































