د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح وايي چې په هېواد کې د’تور قارچ’ ناروغي د پراختیا په حال کې ده. نوموړي وویل ‘تور قارچ’ یوه وژونکې ناروغي ده چې په پرمختللو روغتیايي مرکزونو کې یې له امله يې ۵۵ سلنه ناروغان مړه کیږي. مجروح نن په یوه خبرې ناسته کې په کلکه له خلکو وغوښتل تر څو روغتیايي تدابیر مراعات کړي. نوموړي دغه راز وویل چې د ایران او پاکستان په کډون په ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا څلورمه او پنځمه څپه د پراختیا په حال کې ده، د ده په خبره هېواد کې د کرونا دریمه څپه روانه ده، خو له دې څپې وروسته د نورو څپو د راتلو ګواښ شته دی. مجروح وايي، د امریکا له لوري د ۳ میلیونه دوزه مرسته شوي واکسین له ډلې، یو نیم میلیون دوزه یې د روانې اونۍ تر پایه افغانستان ته سپارل کېږي.
































